IQNA

یوګینډا هیواد د  افریقا د قرآڼ د لومړنیو سیالیو  کوربتوب کوي

8:30 - June 27, 2024
د خبر لمبر: 3489444
ایکنا – د روان کال به اکتوبر میاشت کې د افریقا د قرآن لومړنۍ سیالۍ د سلام ټي وي چینل له خوا په یوګینډا کې ترسره کیږي.

ایکنانیوز د پالس له قوله راپور راکړ،  ټاکل شوې ده ، د افریقا د قرآني سیالیو لومړنۍ پړاؤ  د ۲۰۲۴کال په اکتوبر کې په یوګینډا کې ترسره شي.

 سلام ټي وي  چینل  دغه قرآنی دستورې چې ټاکل شوې ده د اکتوبر په ۲۷ نیټه ترسره شي کوربتوب کوي.

 سلام ټی له خوا په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، ددغه پروګرام موخه  په په درستې افریقا کې د مسلمانانو اتحاد او  ددغې  لوئې وچې په مسلمانانو کې د قرآن کریم د تلاؤت د سوئې لوړول دي.

په دغې سیالۍ کې ګډون کونکي به د افریقا له څه دپاسه ۵۰ هیوادونو څخه  برخه واخلی  چې  دا به ددغې لوئې وچې او براعظم په اسلامی هیوادونو کې په یوې غوره پيښې بدل کړي.

د افریقا قرآنی سیالۍ په مختلفو مخینو سره  د ځوانانو، کورنیو  او دټولنې د رهبرانو  و زده کونکو د غونډولو په موخې سره پلان شوي دي څو  د خپل ګډ کلتوري میراث او دینی باؤرونو  جشن ولمانځي .د مسلمانانو دغه ځانګړی پلیټ فارم په درستې افریقا کې  دوي ته دا  اجازت ورکوي څو خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي ، له یوه بله زده کړي او خپل پيوندونه پياوړي کړي.

 د پراخ تعامل او ګډون څخه د ډآډ لپاره به سلام ټي وي د لویدیځي ،جنوب لویدیځي ، مرکزي ، شمالي او لویدیځ  د سیمو پشمول د یوګینډا په مختلفو  سیمو کې له دغو سیالیو سره اړونده  سیمه ایز فعالیتونه  ترسره کړي. دغه فعالیتونه  ځاي ټولنې هڅوي څو په سیالیو کې ګډون وکړي  او خپل ځوانان  او زلمیان  په دغو سیالی کې د ګډون لپاره وهڅوي.

د سلام ټي عمومی مدیر حاجی کریم  کالیسا  په یولړڅرګندونو کې ووئيل، مونږ د  افریقا د قرآني سیالیو د کوربتوب  او د درستې افریقا  د مسلمانانو د غونډولو لپاره د یوه پلیټ فارم د رامینځةکولو او پخپل ایمان د عمل کولو لپاره  احساساتی یوو. هغه ووئيل،  ټول خلک او تنظمیونه  دعوت کوو چې په دغه معنوي پروګرام سره  یو ځاي شي او ددغې تاریخي پيښې یوه برخه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4223447

captcha